خبرونه
پکتیکا کې د څلورو ماین چاودنو مخه ونیول شوه.
تېره ورځ د پکتیکا ولایت په وړممۍ او سروضې ولسوالیو کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی دی.
ترهګرو طالبانو درې کړۍ ماینونه په وړممۍ او یو کړۍ ماین په سروضې ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ځای پر. . .
فراه کې ۲۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ځواکونه د مرکز په باغ نو کلي کې له ترهګرو طالبانو سره نښتي.
د یادې نښتي په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د یوه مهم ډلمشر په ګډون ۱۹ ترهګر طالبان وژل شوي. . .
کابل کې د ترهګریزو کړنو په تړاو درې شکمن کسان ونیول شول.
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ترهګریزو کړنو په تړاو درې شکمن کسان نیولي دي.
یاد کسان په توره خېل کلي. . .
هلمند کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې اتو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ترهګرو طالبانو غوښتل چې د نهرسراج ولسوالۍ په ده آدم خان سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړي، چې د ملي پولیسو له. . .
یو غلا شوی موټر بېرته څښتن ته یې وسپارل شو.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د خنجان ولسوالۍ له اړوند سیمو یو غلا شوی موټر ترلاسه او بېرته یې څښتن ته سپارلی دی.
وسله والو غلو غوښتل چې یاد موټر له مزارشریف ښار څخه کابل ته. . .
کابل کې یو تن د وژنې په تړاو ونیول شو.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په شپږمه حوزه کې یو کس د وژنې په تړاو نیولی دی.
نیول شوی کس د کابل ښار د شپږمې ناحیې د یو مېشتي په وژلو تورن دی، چې د پولیسو لخوا له یو میل تفنګچې. . .
کندهار کې دوه بریدګر ووژل شول.
تېره ورځ د کندهار ولایت په پنځمې او دولسمې حوزو کې دوه ترهګر بریدګر ووژل شول.
بریدګرو غوښتل چې د کندهار پولیسو پر ګزمو برید وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ووژل شول.
کابل کې د یوې ماین چاودنې مخنیوی وشو.
تېر مازدیګر د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یو کړۍ ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یاد ماین د شکر درې ولسوالۍ په دشت کلا کلي کې د یادې سیمې د مېشتو. . .
د کورنیو چارو وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د کارموندنې او په چارو کې د روڼتیا په موخه هوکړه لاسلیک شوه.
نن د کورنیو چارو وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د رڼه او موثر مدیریت، ارتباط جوړونې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیز کیفیت د ښه والي او د انډولیزې ودې په موخه یوه. . .
