لیدلوری او دندې

افغانستان ملي پولیسو د نن او سبا لپاره، د کورنیو چارو وزارت لیدلوری او دندې 
د لیدلوري مسیر او موخه:-
د افغانستان اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت، ویاړي چې د یاد وزارت څلور کلن ستراتیژیک پلان د جوړولو او عملي کولو لپاره د متخصص او فني ټیم له لوري د افغانستان اوسنیو شرایطو او د پولیسو مهمو امنیتي او خدماتي کړنو ته په پاملرنې سره د پالیسو او سنجول شویو طرز العملونو ته په کتو متوجه دي، تدوین شوی دی.
لرې نده چې، په لنډه راتلونکي کې افغانستان په اسلامي روحیه سمبال، ژمن، خدمت ګزاره، مسلکي او لوستي پولیس ولري او کورنیو چارو وزارت د یوه خپلواک، قوي، مسلکي، صادق، خدمت ګزار، د اعتماد وړ او بې پرې بنسټ په توګه د هیواد ولس ته جواب ویونکی وي چې، اصلي دندې یې، د قانون پلي کول، د عامه امن ټینګښت، د جرمونو کشف او پر وړاندې یې مبارزه، د سرحدونو کنټرول، له حقونو څخه ساتنه، دعامه شتمنویو او د شریعت په رڼا کې، د ولس له قانوني آزادیو څخه ساته او دغه راز له هر ډول قومي، سمتي، مذهبي او ژبنیو تعصباتو نه لرې به د ولس په خدمت کې وي.
افغان ملي پولیس به د یوه واحد ځواک په توګه، انعطاف پذیره وي، تر څو دغه منسوبین وکولای شي چې، د افغان ولس د غوښتنو مطابق، په بیلابیلو ټولګیو کې د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې، د ورور ګلوی، یووالي او همدلۍ خپلې دندې تر سره کړي او د نویو پولیسي شیوو څخه په ګټه اخیستنې سره د افغان ولس د ضرورت وړ خدمتونه ولس ته وړاندې کړي او د دوی اعتماد له ځان سره ولري.
د اسلامی امارت د بریا وروسته، کورنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د رهبرۍ د قوي سیاسي حمایت پر بنسټ د هیواد اساسي عیني ضرورتونه د ملي پولیسو تشکیلاتي جوړښت د متخصصو او تخنیکي ټیمونو له لوري په ژوره توګه مطالعه کړي، د پولیسو د قوت او ضعف نقاط کارشناسي او د ستونزو د حل په موخه، سنجول شوي هر اړخیزه لارې چارې ترتیب او تر لاس لاندې نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت ټول عصري سیسټمونه چې تیرې ادارې د اشغالګرو په ملتیا جوړ کړي وو له سقوط وړاندې د دوی له لوري نړول شوي وو، خو د اسلامي امارت له بریا وروسته د مسلکي او متعهده ټیمونو په نه ستړې کیدونکو هڅو او د کورنیو چارو وزارت په شته کورنیو امکاناتو بیرته په حرفه یي او جواب ورکونکي ډول ورغول شول چې نن الحمدالله، ټول د پیژنتون، نیمز، اپس، بایومټریک، ۱۱۹ او نور مالي او مخابروي سیسټمونه لکه انټرنت او مخابره فعال دي او په دوامداره توګه ترې ګټه اخیستل کیږي.
د پولیسو اسلامي او مسکلي ښوونه او روزنه، د کورنیو چارو وزارت د راهبردي برنامو په سر کې دي تر څو د یادو عصري او مسلکي پولیسي زده کړو په مټه، زمونږ هیواد په نیږدې راتلونکي کې د ولس غوښتنو ته ځواب ویونکې مسلکي پولیس ولري.
د ملي پولیسو د څلور کلن ستراتیژیک پلان د جوړښت موخه دا ده چې، تر څو د کورنیو چارو وزارت ستراتیژیک او لوړ مدته اهداف د ملي پولیسو د دوامداره انکشاف، اساسي جوړښتونه چې د ولس د غوښتنو ځواب ویونکي وي، د دندو اجرا کول، مسوولینونه او د ملي پولیسو وضعیت چې نن دوی پکې قرار لري او د سبا څرنګوالۍ یې مشخصه کیږي تر څو له یوه لوري د کورنیو چارو وزارت مسوولین او منسوبین د هغه پر بنسټ خپل ستراتیژیک، عملیاتي او کشفي پلانونه تدوین او هغه ته د رسیدو هڅې وکړي او له بل لوي د افغانستان ولس ته د ملي پولیسو د راتلونکي یوه روښتنه انځور وړاندې کړي.د ملي پولیسو د دوامداره انکشاف ، د ولس اساسي غوښتنو ته د ځواب ویونکي 
د افغان پولیسو د ښه نن او سبا لپاره لازمه ده تر څو پولیس له نیږدې د ولس سره پر متقابله همکارۍ کار وکړي او ولس ته دا حس ورکړي تر څو دوی ځانونه د پولیسو له کورنی نه ځان وګڼي او له نیږې د خپلو پولیسو سره په رابطه کې پاتې شي.
کله چې ملي پولیس د قانون د حاکمیت، د عامه نظم ټینګښت او نورې کړنې د ولس او نورو مطرح ټولنیزو او مدني بنسټونو سره د امنیتي وضعیت د ښه والي او د عامه خدمتونو وړاندې کول اجرا کوي نو په حقیقت کې، د نویو پولیسي شیوو نه یې کار اخیستی. ولسي پولیس د نورو پولیسو کوم بیل صنف او یا کته ګوري نده بلکې، د پولیسو ټول صنفونه باید د ولس سره د عامه اړیکو او ګډ کار لارې زده کړه کړي چې د ولس د اعتماد، حمایت او دوامداره همکارۍ لامل شي. 
پولیس او ولس:
په راتلونکو کلونو کې به، افغان ملي پولیس د یوه مسلکي او پرې بنسټ په توګه د موثره ولسي اړیکو د میکانیزمونو له د افغان ولس سره کلکه رابطه ولري او د دوی د مشروع غوښتنو خدمتونه به ورته وړاندې کوي.
د ولس د اعتماد د لاسته راوړو سره به افغان ملي پولیس د ولس حمایت او کمک له ځان سره ولري او د جرمونو سره د مبارزې، امنیت نیول او نورو څانګو کې به د پولیسو سره کمک او یاري وکړي.
ملي پولیسو د هیواد په مرکز او ولایتونو کې په منظم او پرله پسې د ټولنې له علماو، مشرانو، متنفذینو او عام ولس سره  د مشورتي شوراګانو او جلساتو په جوړولو د پولیسو له کړنو د دوی نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې اوریدلي او د دوی له نیکو مشورو به یې د عمل په ډګر کې پوره ګټه پورته شي. 
نو د دې روش نه په ګټه اخیستو به د افغانستان ملي پولیس، د ولس په منځ کې موجود او د احساس وړ وي او ولس به مستقیم لاسرسۍ ورته لري او د دې میکانیزم نه په ګټه اخیستو به د شکایتونو د اوریدلو وروسته ولس ته ځواب ویونکي وي.
د عامه آګاهۍ د کمپاینونو په جوړولو سره به افغان ملي پولیس ولس ته د پولیسو سره د مکلفیتونو او له دوی سره به د همکارۍ معلومات شریک کړي. 
ښوونه او د پولیسو مسلکي کول:
رهبری وزارت امورداخله با توجه به اهمیت آموزش نوین ومسلکی پولیس تلاش می ورزد تا برای 
کورنیو چارو وزارت مشرتابه د عصري او مسلکي زده کړو اهمیت ته په پام کې نیولو سره هڅې کوي تر څو د پولیسو د بیلابیلو کچو د نن او سبا لپاره د سواد زده کړې نه پیل بیا د ماسترۍ تر کچې دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي. نن د پلازمینې کابل او ولایتونو د پولیسو په ټولو ښوونیزو مرکزونو، پولیسو اکاډمۍ او د وړتیا لوړونې د رهبرۍ په مرکز کې، په زرګونه تنه د پولیسو منسوبین په بیلابیلو برخو کې په زده کړو بوخت دي.
د کورنیو چارو وزارت په ستراتیژیکه برنامه کې د پولیسو د زده کړو مسله تدوین شوې، ټول قطعات او جرتامونه د یادې برنامې پر بنسټ د مجربو استادانو له لورې خپلې مسلکې او حرفوي زده کړې تر لاسه کوي. د مسلکي زده کړو تر څنګ، د تکتیک په څانګه کې او همدا راز، ځانګړې زده کړې، لکه د ځانګړو ځواکون، عامه امن پولیسو، امني پولیسو، ترافیک پولیسو او د پیښ، سره د مبارزې پولیس یې په منظم ډول تعقیبوي. 
د خدمتونو وړاندې کول:
لکه څرنګه چې په لومړي سر کې وویل شول، کورنیو چارو وزارت د دې تر څنګ چې یو امنیتي بنسټ دی، بلکه یو مهم خدماتي بنسټ هم دی چې ولس ته در جرمونو سره د مبارزې، ترافیکي برخه، پاسپورت څانګه، د عامه ساتنې او ملي تصدۍ، پیښو ته د رسیدنې، سرحدي پولیس چې د هوایي ډګرونو او ځمکني سرحدات ساتي او همداراز د عامه خدمتونو ریاست چې د مقام د ریاست دفتر تر اثر لاندې کار کوي، خدمتونه وړاندې کوي.
یاد مرکزونه د تازه عصري جوړو شویو سیستومونو په لرلو سره په شفاف ډول او په ډیر کم وخت کې په مسلکي او پرته له توپیر نه خدمتونه وړاندې کوي. د یادو سیسټمونو تقویه او وده به په راتلونکي کې د کورنیو چارو وزارت له مهمو برنامو څخه وي تر څو د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو سره د هیواد والو باور او اعتماد له ځان سره ولرو.
حکومت داری محلی :
د محلي حکومت ولۍ نظم او په محلي کچه د هغه تنظیمول او مدیریت د کورنیو چارو وزارت مهمه دنده ده. د دې امر د ښه مدیریت لپاره لومړي معاونیت د څلور کلن ستراتیژیک پلان په رڼآ کې دقیقه او متوازنه برنامې تر لاس لاندې نیولي. تشکیلاتي جوړښتونه او د ټولنې واقعیتونو ته په کتو په کلیو او بانډو کې متناسب اداري جوړښتونه چې ولس ته ځواب ویونکی وي له سره ترتیب او تنظیم شوي. په ولایتونو کې د اداري او تشکیلاتي جوړښتونو او د آسیب پیژندنې او د تشکیلاتو د قوت ټکیو ته مسلکي ټیمونه په دندو ګمارل شوي، په محلي کچه، قومي منازعات حل شوي او په دې څانګه ې موثر کارونه شوي، دغه راز، د ځنګلونو د حفاظت، معادن او حیات وحش ته د نورو سکتوري او محلي بنسټونو سره په همغږۍ کې نیږدې تر لاس لاندې لري.