Events menu
خبرونهخبرونه
۵ ولایتونو کې؛ پولیسو د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۰ تنه ونیول
امنیتي ځواکونو له ورستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په نیمروز، نورستان، هرات، بلخ او لغمان کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۲۰ شکمن کسان نیولي چې د پولیسو له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، ۹ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، اووه تنه په نورستان، دوه حرفوي غله په هرات، یو تن د وژنې په تړاو په بلخ او یو تن په لغمان کې د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو. . .
نیمروز کې څه باندې ۱۶ ټنه تېزاب او نشه یي توکي وسوځول شول
د نیمروز نشه یي توکو سره د مبارزې منسوبینو په نشه یي توکو کې کارېدونکي ۱۵ ټنه تېزاب او یو نیم ټن نشه یي توکي چې پخوا یې په دغه ولایت کې د بېلابېلو پلټونکو عملیاتو په مهال نیولي وو د. . .
تیر شوياخبار
پینځو ولایتونو کې ۲۸ تنه نیول شوي
یاد شمېر کسان د غلا، تښتونو، بغاوت، باج اخیستو او ترافیکي پېښو په تړاو په پلازمېنه، کاپيسا، نیمروز، لغمان او غور کې نیول شوي دي.
له منځه یې، د کابل د امنیه قومندانۍ منسوبینو شپږ تنه د. . .
بدخشان کې ۵۰ تنو منسوبینو مسلکي او روزنيزې زده کړې بشپړې کړې
۵۰ تنو پولیسو یونیم میاشتنۍ مسلکي زده کړې د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ په ښووننیز مرکز کې بشپړې او باورلیکونه ورکړل شول.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه، چې د بدخشان ولایت په امنیه. . .
د کورنیو چارو وزارت د پالیسې او ستراتیژی معینیت، د پلان او پالیسۍ عمومی ریاست په نوښت یو شمېر تقنیني اسناد او کاري کړنلارې چاپ او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې
نوموړی ریاست د اړونده څانګو او قدمونو کړنلارې، لایحې او لنډمهاله او اوږد مهاله ستراتېژیک پلانونه ترتېبوي، چې په ورستیو کې یې د یاد وزارت د لارښوونو په اساس یو شمېر کړنلارې ترتیب کړي. . .
د کورنیو چارو وزارت د وړتیا لوړونې له مرکز(سټاف کالج) څخه ۳۷۰ تنه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
یاد شمېر منسوبین نن په یوه ځانګړې غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال د دفتر ریس " شیخ محمد طاهر حلیم" هم په کې ګډون کړی و،فارغ شول.
د غونډې په پیل کې د یاد مرکز قومندان. . .
نن د کورنیو چارو وزارت درې نوي ګمارل شوي رئیسان د اړوندو څانګو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول او خپلې دندې یې پیل کړې.
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د لیدلوري پر بنسټ؛ مولوي عبدالحکيم حميدي د لوژستيک د عمومي رييس په توګه، مولوي عبدالکريم حسيب د پاسپورټ د رييس په توګه او مولوي. . .
د شهید شوو پولیسو کورنیو ته اکرامیې ورکړل شوې
د کورنیو چارو وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدو شوو پولیسو یو شمېر کورنیو ته اکرامیې ورکړې.
په یادو اکرامیو کې د ورکړې په موخه (د ۱۲ میاشتو معاش او اکرامیه) شامله ده.
د. . .