د زغره لرونکو موټرو جواز

د لارښوونې فورم

متقاضیان کولای شي د زرهي وسایطو د جواز اخیستنې فورم د کورنیو چارو وزارت له وېب پاڼې او یا هم د عامه خدمتو له مرکز څخه ترلاسه او په لاندې توګه طی مراحل کړي:

لومړۍ برخه: ادارې پورې اړه لري.

دویمه برخه: د غوښتونکي بشپړ پېژندګلوی په واضېح توګه په فورم کې درج کېږي.

درېیمه برخه: د اړوندو ادارو تصدیق په لاندې ډول وړاندې کېږي:

۱: دولتي موسسې د اړونده ادارو له خوا؛

۲: غیردولتي موسسې او بنسټونه په هغو ارګانونو کې چې راجستر وي؛

۳: حقیقي اشخاص له ذیربطو کشفي او استخباراتي مراجعو یا له اړوندې ادارې څخه؛

۴: بهرني اتباع او بنسټونه له ستکوري وزارتونو او بهرنیو چارو وزارت د اقامت قانون په پام کې نیولو او په ديپلوماتیکو، بیا رغونې او اقتصادي  برخو کې د هغوی فعالیت؛

۵: د بهرنیو ځواکونو قراردادیان له بهرنیو چارو وزارت څخه.

څلورمه برخه: د دولتي ادارو د یو تن کارکوونکي ضمانت او اړوندې ادارې تصدیق د ضمانت کوونکي له برحالۍ څخه.

پينځمه برخه: د وړاندیز شوې واسطې ځانګړنې ( د واسطې ډول، د پلېټ نمبر، د شاسي او انجن نمبر د واسطې رنګ او موډل) د غوښتونکي له خوا په دقیق ډول ولیکل شي.

شپږمه برخه: د زرهي واسطې  جوازغوښتونکي د معلوماتو د وړاندې کولو او جرمي مخینې(عدم مسولیت) او د ځان د بایومېتریک لپاره د عامه خدمتونو مرکز د مجرمینو د سوابقو او بایومېتریک برخې ته مراجعه وکړي.

اومه برخه: ښاغلی غوښتونکی د درج شوي ژمن پاڼې تر مطالعې وروسته په ورستۍ برخه کې ګوته ږدې او امضا کوي.

اتمه برخه: د زرهي وسایطو څخه د استفادې د تورید طرزالعمل  د دولسمې مادې پر بنسټ د زرهي وسایطو د ګرځ جواز د داخلي موسسو لپاره په کال کې ۲۰۰۰۰ افغانۍ او د بهرني موسسو لپاره د ۳۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې ورکول کېږي.

د زرهي وسایطو د تورید طرزالعمل د ۴۱ مادې د تعدیل  او ایزاد  په هغه صورت کې چې د کارت د مودې له ختم څخه ۱۰ ورځې یا تر دې ډېرې تېرې شوي وي، غوښتونکی مکلف دی چې د کارت دو برابره بیه تحویل کړي.

یادونه: غوښتونکي په دې فورم کې ټول درج شوي موارد باید طی مراحل کړي او د عامه خدمتونو مرکز ته تابعت تذکره، د ضمانت کوونکي د هویت کارت، جواز له رنګه کاپي او د زرهي واسطې عکس له فورم سره ضمیمه کړي.

دانلود فورم Pdf