هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۳:۱۸
i

امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د یادو عملیاتو پرمهال د ترهګرو طالبانو ۱۲ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ شوي او د ترهګرو درې عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر پټنځایونه هم له منځه تللي دي.