کندز کې ۷۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي او څه باندې ۲۰۰ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۱۰:۲۹
9

د کندز ولایت د امنیه قومندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د روانې اوونۍ په لړ کې د دوو بېلو عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر نشه يي توکي او الکولي څښاک کشف او ضبط کړي دي.
د علي اباد ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه ۷۳ کیلو ګرامه هیرویین او له کندز ښار څخه د یو عراده موټر سربېره څه باندې ۲۰۰ لیتره الکولي څښاک کشف او ضبط شوي دي.