بغلان کې ۳۰ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي

تېره ورځ د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د پلخمري – سمنګان مسیر په ګډون د ۳۰ کلیو د لا ښه امنیت ساتنې په موخه لا زیات امنیتي ځواکونه استولي، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې پاک شوي دي.
د هوايي ځواکونو په ملاتړ امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان ولایت په کچه پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي و، چې تر اوسه ۳۰ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي او د بغلان رهبرۍ هم د دې سیمو د امنیت ساتنې لپاره لا زیات امنیتي ځواکونه استولي دي.
دا پراخ عملیات لا هم دوام لري او په بغلان کې د ترهګرو طالبانو تر بشپړې پاکونې به دوام وکړي.