ننګرهار او نیمروز کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۹:۳۱
4

تېره ورځ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د دوه بېلو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه درې تنه د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ څخه له ۱۹ کیلو ګرامه تریاکو او یو عراده موټر سره او همداراز درې تنه نور بیا د نیمروز له زرنج ښار څخه له یو شمېر نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي دي.