پولیسو نهه تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي
له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو درې تنه هغه مهال نیولي چې د نشه يي توکو ۱۹۰ کپسولونه یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له هېواده یې بهر ولېږدوي، چې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره نیول شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو دکابل په چهاراسیاب ولسوالۍ کې هم د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د نشه يي توکو د ساتنې په تور نیولی دی.
په همدې حال کې د کندهار پولیسو هم د لومړۍ او پنځلسمې ناحیو او هوايي ډګر له اړوند سیمو څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د نیمروز ولایت سرحدي پولیسو له ابریشم بندر څخه یو قاچاقبر له څلور ټوکه جعلي پاسپورټونه سره یو ځای نیولی دی.
له یادو کسانو څخه د هیرویینو ۳۲۵ کپسولونه او څو کیلو ګرامه "ښیښه" هم ضبط شوې ده.