کندهار او زابل کې څلور ترهګر طالبان ووژل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۹:۳۵
7

تېر ماښام دوه ترهګرو طالبانو غوښتل چې په کندهار کې د پولیسو پر ګزمې برید وکړي، چې د پولیسو له ځوابیه غبرګون سره مخ شول او په ترڅ کې يې دواړه ترهګر طالبان وژل شوي دي.
همداراز د زابل ولایت د شهرصفا ولسوالۍ په خواجه بابا سیمه کې هم د پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي.
د دې نښتې په لړ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده موټرسایکل هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.