خبرونه
د کورنیو چارو وزارت د عامه امن پولیسو په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د عاشورا ورځو او محرم میاشتې لپاره ځانګړي امنیتي تدابير نیولي دي.
دغه ځواکونه ټولو هیوادوالو او په تېره د کابل اوسېدونکو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکوي او وعده کوي چې شپه او ورځ په ددوی خدمت کوي.
د عامه امن پولیس د امنیت ټينګښت او خپلو خلکو ساتنه خپل ویاړ. . .
کابل کې؛ پولیبسو ۴ تنه د زرګونه نشه یي ګولیو د قاچاق په تړاو نیولي دي
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په یوولسمه حوزه کې په یو پلټونکي عملیات کې د ۶۷۳۸ نشه يي ګولیو د قاچاق مخنیوی کړی او څلور تنه یې په تړاو نیولي دي.
۳ ولایتونو کې؛ پولیسو یوه اندازه وسلې او مهمات موندلي او ضبط کړي دي
ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په لړ کې په ننګرهار، پکتیکا او بلخ کې یوه اندازه درنې او سپکې وسلې او مهمات نیولي او ضبط کړي دي.
خوست او هرات کې؛ پولیسو ۱۰ غلا شوي موټر سایکلونه موندلي او ۵ تنه یې په تړاو نیولي دي
د خوست امنیه قومندانۍ پولیسو خوست ښار کې په پرلپسې عملیاتو کې ۵ غلا شوي موټر سایکلونه پیدا کړي او درې تنه یې په تړاو نیولي دي.
همداراز د هرات امنیه قومندانۍ منسوبینو په یو پلټونکې. . .
سمنګان کې؛ پولیسو ۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي
د سمنګان امنیه قومندانۍ منسوبینو له تېرې اونۍ راهیسې ۲۴ تنه د د بېلابېلو جرمونو په تړاو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضایي ارګانونو ته. . .
د هرات پولیسو له روزنېز مرکز څخه په یوه ښوونېزه دوره کې د کمپیوټر او ادارې په برخه کې ۱۲۸ تنه منسوبین فارغ شول.
په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د هرات امنیه قومندانۍ اداري مرستیال حاجي سعد الله سعدي، د پولیسو د روزنیز مرکز قومندانۍ سرپرست او نورو منسوبینو او مسؤلینو برخه اخېستې وه.
په پای کې. . .
۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
امنیتي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو په شپږو ولایتونو کې نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۰ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په سمنګان، څلور غله په هرات، درې تنه د موټرونو غله. . .
الحاج مولوي جان محمد حمزه د تخار نوی امنیه قومندان وټاکل شو
په همدې موخه جوړ شوي مراسم چې د کورنیو چارو وزارت استازي په ګډون پکې د تخار والي، مسؤلینو، منسوبینو او ګڼ شمېر هیوادوالو برخه اخېستې وه نوی امنیه قومندان رسما معرفي او په خپل کار یې پیل. . .
د کابل امنيه قومندانۍ د اوومې حوزې پوليسو ۷ تنه د نشه يي توکو د پلور په تړاو نيولي دي.
پوليسو له نيول شويو کسانو ۱۲۰۰ زېکپ نشه يي ګولۍ، ۱۷۴ د K نشه يي ګولۍ او يوه اندازه چرس او شيشه لاسته راوړې ده.