خبرونه
د چین لیانیونګانګ ښار د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د مسافرو د تګ راتګ د مدیریت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پلاوي ګډون وکړ
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي شرطې لوی رئیس عبدالرحیم احمد په مشرۍ پلاوي د چین د خلکو جمهوریت په ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د مسافرو د تګ راتګ د پروسې د مدیریت په اړه په جوړه شوې. . .
د اروزګان لپاره نوی والي الحاج مولوي شمسالدین شریعتي رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه
د اروزګان ولایت لپاره نوی والي الحاج مولوي شمسالدین شریعتي د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت، د اروزګان ولایت د مخکني والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د مرستیال. . .
په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده
په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې د یوه تن د وژل کېدو او د دواړو لورو ترمنځ د سختو اختلافاتو او کرکې سبب شوې وه، د پغمان ولسوالۍ د ولسوال، علماوو کرامو او د سیمې د. . .
د کورنیو چارو وزارت پلاوي په چین کې خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس مولوي زینالله عابر په مشرۍ د دې وزارت درې کسیز پلاوي په چین کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په ګډون او د دغه هېواد له امنیتي او اداري مسؤلینو او د. . .
په هلمند کې یو مشهور غل له غلا کړي مال سره ونیول شو
د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یو مشهور غل د لښکرګاه ښار د اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له غلا کړي مال سره یوځای نیولی دی. له نیول شوي. . .
د چین نړیوال امنیتي کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه پلاوي ګډون او وینا وکړه
د چین د خلکو په جمهوریت کې د نړیوال امنیتي کنفرانس په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس لِوی پاسوال مولوي زینالله عابر او د وزارت سریاور مل پاسوال مولوي عبدالرحیم. . .
د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې
د اروزګان، فراه او غور ولایتونو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د پروسس دوه کارخونې، له زرګونو کیلوګرامه ومانو، سوډا او چونې، سلګونو لیټرو تېزابو او نورو توکو سره یوځای کشف او سوځول شوې دي. . .
د پروان د شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ د پروان ولایت (مرکزي زون) له شرطې ښوونیز مرکز څخه ۲۳۲ تنه مجاهدین، د یوې میاشتې عقیدوي، مسلکي، نظامي او اخلاقي زدهکړو له. . .
په کندهار او کابل ولایتونو کې لسګونه زره نشهيي ټابلیټونه کشف او ضبط شول
د شرطې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په پایله کې، په کندهار ښار کې ۷۴ زره او ۶۶۹ نشهيي ټابلیټونه او د کابل ښار په مربوطاتو کې له زرو ډېر نشهيي ټابلیټونه، له نږدې دوو کیلوګرامه چرسو سره. . .
