د چین لیانیونګانګ ښار د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د مسافرو د تګ راتګ د مدیریت غونډه کې د کورنیو چارو وزارت پلاوي ګډون وکړ
د کورنیو چارو وزارت د سرحدي شرطې لوی رئیس عبدالرحیم احمد په مشرۍ پلاوي د چین د خلکو جمهوریت په ښار کې د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د مسافرو د تګ راتګ د پروسې د مدیریت په اړه په جوړه شوې فرعي غونډه کې ګډون وکړ. یاده غونډه د روان کال د سپټمبر له ۸مې تر ۱۱مې نېټې پورې دوام وکړ، چې د افغانستان پلاوي پکې د سرحدونو له لارې د مسافرو د تګ راتګ د مدیریت، د درغلیو او دوکو د مخنیوي په برخه کې خپلې تجربې او وړاندیزونه له ګډونوالو سره شریک کړل او د نورو هېوادونو تجربې یې ګټورې وبللې. همداراز، د کورنیو چارو وزارت پلاوي د چین د خلکو جمهوریت له استازیو سره د مسافرو د تګ راتګ د مدیریت په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پیاوړتیا او د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو او سمبالښت خبرې وکړې.