د اروزګان لپاره نوی والي الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۲۶
dd

د اروزګان ولایت لپاره نوی والي الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت، د اروزګان ولایت د مخکني والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د مرستیال والي الحاج ملا باري ګل طالب، د بېلابېلو دولتي ادارو د مسؤلینو، علماوو کرامو، قومي مخورو او یو شمېر نورو ګډونوالو په حضور کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
 په دې مراسمو کې د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د نوي والي د ټاکنې هرکلی وکړ او د اروزګان له خلکو سره یې د نوموړي د خدمت ډاډ څرګند کړ. نوي والي الحاج مولوي شمس‌الدین شریعتي په خپلو خبرو کې پر مسؤلیت‌پېژندنې، شفافیت، قانونمندۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې لومړی به شفافیت او قانونمندي پر ځان عملي کوي او بیا به یې له نورو څخه غواړي. نوموړي له مسؤلینو او خلکو وغوښتل چې د ولس د خدمت لپاره ګډ کار او همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام د بریالیتوب لپاره د ټولو ګډو هڅو او همکارۍ ته اړتیا ده. نوموړي ډاډ ورکړ چې د الله تعالی په مرسته به سپارل شوی مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي.