په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني پای ته ورسېده

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۹:۲۶
sdfgsdfg

په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه دښمني چې د یوه تن د وژل کېدو او د دواړو لورو ترمنځ د سختو اختلافاتو او کرکې سبب شوې وه، د پغمان ولسوالۍ د ولسوال، علماوو کرامو او د سیمې د مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او دواړو کورنیو ترمنځ سوله او روغه جوړه وشوه.

د پغمان ولسوال الحاج مولوي علي‌محمد «مجاهد» په دې مراسمو کې بښنه او تېرېدنه د اسلام د مبارک دین له نظره نېک او غوره عمل وباله او د سولې، د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او له یو بل ته د تېرېدنې پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

په پای کې، د شخړې دواړو لورو د خپلو اختلافاتو په حل کېدو خوښي څرګنده کړه او د دې دښمنۍ د پای ته رسولو په برخه کې یې د ترسره شویو هڅو قدرداني وکړه.