د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې کشف او له منځه یووړل شوې
د اروزګان، فراه او غور ولایتونو په مربوطاتو کې د نشهيي توکو د پروسس دوه کارخونې، له زرګونو کیلوګرامه ومانو، سوډا او چونې، سلګونو لیټرو تېزابو او نورو توکو سره یوځای کشف او سوځول شوې دي.