د کندز ولایت د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه فارغ شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۴
tio

د کندز ولایت د شرطې له روزنیز مرکز څخه ۱۰۰ تنه د یوې میاشتې لومړنیو مسلکي او پوځي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د یادو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د کندز د شرطې د روزنیز مرکز قوماندان الحاج شیخ محمد صابر «الفت»، تدریسي مرستیال، آمرینو او استادانو ګډون درلود.
الحاج شیخ محمد صابر «الفت» په خپله وینا کې د نظام پر پیاوړتیا، اطاعت، نظم او د هغو مسلکي او پوځي مهارتونو پر پلي کولو ټینګار وکړ چې د روزنې پر مهال یې ترلاسه کړي دي.
نوموړي له فارغ شویو منسوبینو وغوښتل چې خپلې دندې په اخلاص، مسؤلیت‌منلو او اطاعت سره ترسره کړي او له ترلاسه شویو زده‌کړو څخه په عملي ډګر کې په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي.