په پغمان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو درې کلنه دښمني حل او روغه یې وشوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۷
dasf

د پغمان ولسوالۍ د ولسوال الحاج مولوي علي‌محمد «مجاهد» په منځګړیتوب او د علماوو او ځایي مخورو په همکارۍ، د دوو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني د علماوو، د اسلامي امارت د مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په حضور کې په حل او روغه جوړه یې وشوه.

د پغمان ولسوال د دغو دوو کورنیو ترمنځ د سولې په ټینګښت کې د اغېزمنو کسانو له هڅو او همکارۍ مننه او قدرداني وکړه.

نوموړي وویل، اسلامي نظام ټولو افغان قومونو ته فرصت برابر کړی، څو خپلې تېرې دښمنۍ او ستونزې یوې خوا ته پرېږدي او د هېواد د ابادۍ او خپلو اولادونو لپاره د غوره راتلونکي د برابرولو په موخه لاسونه سره ورکړي.

په پای کې د یادې شخړې دواړو لورو هم د خپلو اختلافاتو له هواري خوښي څرګنده کړه او په هېواد کې یې د ټولو خلکو د یووالي او پیوستون پر ټینګښت ټینګار وکړ.