خبرونه
د کونړ ولایت نظامي او ملکي مسوولينو او کارکوونکو ته نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان ور وپېژندل شو.
مولوي ضیاءالحق "حامد" د کورنیو چارو وزارت له راغلي پلاوي، د نیمروز ولایت والي، د کنړ مرستیال والي او د کاپیسا امنیه قوماندان لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد ولايت د علماوو په ګدون. . .
امنیتي ځواکونو؛ ۱۵ تنه نیولي او پنځه غلا شوي موټرسایکل یې موندلي دي
امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، وژنې، د ښځمنو د ویښتو د خرڅلاو، قمار او نورو جرمونو په تړاو ۱۵ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، څلور تنه د جنایي. . .
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج مولوي رحمت الله نجیب د پولیسو اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او ددغه اکاډمۍ د لوی قومندان مولوي عبدالحکیم همت ترڅنګ یې د اکاډمۍ له تدریسي او اداري مرستیالانو، د اکاډمۍ ښوونکو، مجاهدینو او زده کړیالانو سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال الحاج مولوي رحمت الله نجیب د پولیسو اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه او ددغه اکاډمۍ د لوی قومندان مولوي عبدالحکیم همت ترڅنګ یې د اکاډمۍ له تدریسي او اداري. . .
۶۴ تنه منسوبین د میدان وردګ ولایت امنیه قومندانۍ د پولیسو د ښوونې او روزنې مدیریت له مسلکي زده کړو دورې بشپړولو وروسته فارغ شول.
په همدې موخه جوړیو شویو مراسمو کې چې د میدان وردګ والي قاري بختیار معاذ په ګډون پکې ځايي مسؤلینو او منسوبینو برخه لرله ۳۳ تنه له مسلکي، پوځي او عقیدتي څانګو او ۳۱ تنه نور له اداري او. . .
غور کې پولیسو نشه یي توکي او پکې زرګونه کیلو ګرامه کاریدونکي توکي وسوځول
د غور نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو عملیاتو کې ۵۷۵ کیلو ګرامه اېف، ۵،۳ کیلو تریاک، ۱۷ کیلو چرس، ۱۴ کیلو هیرویین، ۲۳ ګرامه شیشه، ۵۴۵۰ کیلو کاریدونکې سوډا، ۱۳۲۰ کیلو چونه، ۲۵ بوجۍ. . .
کاپيسا کې؛ پوليسو ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نيولي
د کاپيسا امنيه قومندانۍ منسوبينو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې په مرکز او ولسواليو کې نهه تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو او څلور تنه نور د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نيولي دي.. . .
کابل کې؛ پولیسو د شرابو کارخونه موندلې او د ۲۸ زره نشه یي ګولیو لېږد مخنیوی یې کړی
د کابل امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د کابل ښار په لسمه حوزه کې د شرابو یوه کارخونه له ۳۵۰ لېټره شرابو سره موندلې او یو تن یې په تړاو نیولی دی.
همداراز، یادو منسوبینو د. . .
۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۴ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي
پولیسو په اوو ولایتونو کې د غلا، د جعلي پیسو پلور او د وسلو ناقانونه لېږد او ساتنې په تړاو ۲۴ تنه نیولي دي.
له ډلې یې، غزني کې څلور تنه د غلا په تړاو، پنځه غله په نیمروز، درې تنه د غلا. . .
امنیتي ځواکونو؛ ۱۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي
د نیمروز امنیه قومندانۍ منسوبینو له تېرې اونۍ راهیسې ددغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۱۹ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.