په فاریاب کې لسګونه سوالګر راټول او پنځه روږدي کسان د درملنې لپاره معرفي شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۴:۴۵
kjlhlh

 

  د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د شرطې ځواکونو په یو جلا اقدام کې د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په مربوطاتو کې ۲۱ سوالګر او پنځه روږدي کسان راټول کړي دي.  د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۲۱ تنه د قانوني مراحلو د ترسره کولو په موخه د سوالګرو د راټولولو کمېسیون ته او پنځه روږدي کسان د درملنې په موخه د بلخ ولایت د روږدو کسانو د درملنې کمپ ته معرفي شوي دي.