د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د یادې ودانۍ پرانیست غونډې ته د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین، د تامیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی رییس، د هلمند ولایت والي، امنیه قومندان او د بېلابېلو ادارو مسوولین او منسوبینو ورغلي وو.
د هلمند ولایت والي، الحاج مولوي امان الدین منصور په خپلو خبرو کې، د داسې ودانیو جوړول ولس ته د لا ښه او با کیفیته خدمت وړاندې کولو یو ستر ګام یاد کړ.
وروسته د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج شیخ عبدالرحمن منیر هم خبرې وکړې او وویل، د خوښۍ ځای دی چې هلمند، چې یو وخت د جګړو له مهمو مرکزونو څخه و، اوس د ولس د هوساینې او خدمت په موخه د بېلابېلو بنسټیزو چارو شاهد دی.
وروسته نورو مسوولینو هم په وار سره خبرې وکړې او د داسې بنسټیزو کړنو د دوام غوښتونکي شول.
د ویلو وړ ده چې یاده ودانۍ د څه باندې ۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت په دریو پوړونو کې د نېږدې ۱۰۰ اداري او تخنیکي خونو په لرلو سره، د ۱۸ میاشتو په موده کې د کورنیو چارو وزارت له انکشافي بودیجې څخه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په همدې حال کې، د هلمند ولایت د هوایي ډګر د سرحدي شرطې قومندانۍ، لپاره ودانۍ جوړه او رسمآ پرانیستل شوه.
د یادې قومندانۍ پرانیست غونډې ته د هلمند ولایتي مسوولینو تر څنګ د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین هم ورغلی وو.
یاده ودانۍ د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.