په هرات کې د سیمهییزې حکومتولۍ او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د هرات ولایت د سیمهییزې حکومتولۍ او د رسنیو ټولنو ترمنځ د همغږۍ د پراختیا او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه، د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ په مقر کې د هرات ولایت امنیه قوماندان الحاج شیخالحدیث نقیبالله عزیزي، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع، د هرات امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر قاري نجیبالله علي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس شمیل احمد مشعل، د رسنیو مسؤلینو، خبریالانو او یو شمېر نورو سیمهییزو مسؤلینو په ګډون ناسته ترسره شوه.
د هرات ولایت امنیه قوماندان الحاج شیخالحدیث نقیبالله عزیزي د ټولنې په کچه د رسنیو رول مهم او اغېزناک وباله او د هغوی د مسلکي دندې د ترسره کولو پر مهال یې د رښتینولۍ، امانتدارۍ، مسؤلیتپالنې او اسلامي او ملي ارزښتونو پر رعایت ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت په ټول توان د خبریالانو او رسنیو ترڅنګ ولاړ دی او خبریالان کولای شي د ولایتونو د ویاندویانو له لارې اطلاعاتو ته لاسرسی ومومي. نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د دقیقو، مسؤلانه او رغنده معلوماتو په خپرولو سره د خلکو د پوهاوي او د عامه افکارو د تنویر په برخه کې هڅې وکړي او د مغرضانه تبلیغاتو پر وړاندې ودرېږي.
د لوېدیځ زون د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رئیس شمیل احمد مشعل له رسنیو سره د هرات امنیه قوماندانۍ د مسؤلینو له همکاریو قدرداني وکړه او ویې ویل چې د مسؤلینو او رسنیزې ټولنې ترمنځ د همغږۍ کچه د تېر په پرتله پیاوړې شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې خبریالان هم د خپل مسلکي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره د اسلامي نظام د اصولو او مقرراتو په چوکاټ کې ژمن دي.
ورپسې، یو شمېر نورو سیمهییزو مسؤلینو او د خبریالانو استازو هم خبرې وکړې او د ستونزو د حل او د خبریالانو د مسلکي فعالیتونو د اسانتیا لپاره یې د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
ناسته د متقابلو اړیکو د پیاوړتیا، لا زیاتې همغږۍ او د مسؤلینو او رسنیو ترمنځ د اغېزمنې همکارۍ لپاره د زمینې برابرولو په ټینګار پای ته ورسېده.