د هېواد په درېیو ولایتونو کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي، زرګونه نشه یي ګولۍ او له زرو کیلوګرامو ډېر ومان بوټي کشف او ضبط شول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۳۴
lk

د شرطې ځواکونو د بېلابېلو جلا عملیاتو په پایله کې، په نیمروز ولایت کې ۶۱۵ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه‌يي توکي، په کابل کې ۴ زره او ۵۰۰ نشه یي ګولۍ او په اروزګان ولایت کې یو زر او ۱۷۰ کیلوګرامه ومان بوټي چې د شیشې نشه یي توکو په جوړولو کې کارول کیږي کشف او ضبط.کړي دي.

د یادو توکو د قاچاق په تړاو څلور تنه هم نیول شوي، چې د دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.