د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني پکتيکا ولايت ته د سفر په لړ کې د دې ولايت نکې ولسوالۍ له ولسونو سره و ليدل.
يادي ولسوالۍ ته په سفر کې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره جهادي شخصیت او قومي مشر حاجي ابراهیم حقاني، د کورنیو چارو وزارت د ملي تصدۍ معین مولوي حماس، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان او د پکتیکا ولایت والي مولوي فيض الله، حافظ بلال فاتح ملتيا او هلته یې د سیمې له ګڼ شمېر ديني عالمانو، قومي مخورو، سيمه ييزو مسوولينو او اوسيدونکو سره وکتل.
د ضیاءالمدارس مهتمم خلیفه عبدالحی، ښاغلي حقاني او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خلیفه صاحب سفر مبارک او د وياړ ځای و باله.
نوموړي هېواد کې د اسلامي نظام پايښت په اړه وویل: د شکر ځای دی چې افغانانو د يرغلګرو پر وړاندې د تورې او ننګ لاره غوره کړه، جهاد د عزت لاره ده او د دین او دنیا ګټې پکې نغښتې دي.
شیخ عبدالحي وويل: جهادي اتلانو ته اوسمهال خپل ولس سره پر عدل او انصاف سربېره د نېک چلند مسووليت ور له غاړې دی. د اسلامي نظام ټینګښت لپاره اسلامي عاداتو او قوانینو باندې عمل کوول د کامیابۍ لاره ده.
جهادي شخصيت او قومي مشر حاجي ابراهیم ځدراڼ وویل: د روسي يرغلګرو پر وړاندې د جهاد پيلامه له نکې ولسوالۍ څخه وه چې له امله يې د خدای تعالی په نصرت د ولس په سترګو کې د ازادۍ لمر ځلیږي.
نوموړي جهادي بهير کې د دې سيمې د ولسونو قربانۍ و ستايلې او په خبره يې د جهادي دورې په اوږدو کې د نکې ولسوالۍ اوسيدونکو نه هیریدونکی جهاد او مبارزه کړې ده.
خلیفه صاحب غونډې ته په وینا کې وویل: نکه ولسوالۍ له جهادي او فکري جواهراتو ډکه ده. د دې سيمې اوسيدونکو په دواړو جهادي دورو کې سپېڅلې او نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړه.
د خليفه صاحب په وينا د يرغلګرو پر وړاندې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه بريالۍ مبارزه د نکې له غرونو او سر درو څخه پيل شوه.
سرپرست وزير زياته کړه: نېک چلند، بخښنه او ورورولي په اسلامي او افغاني ارزښتونو کې ځانګړی ځای لري، د قومونو ترمنځ یووالی د راتلونکو نسلونو پرمختګ او پياوړتيا ته لار هواروي.
افغان ملت متحد او منظم دی، موږ د یووالي او منظم صف پرمټ بریا ته و رسېدو، د قومونو او ولسونو ترمنځ اتحاد، ورورولۍ او یووالي فضا باید حاکمه و اوسي، د ثبات د ټينګښت په موخه سالم چاپېریال باید زيانمن نشي