پکتیا کې د چرسو د یو لوی انبار د له منځه وړلو سربېره؛ دوه قاچاقبران ووژل شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نشه يي توکو د پروسېس د کارخونو له منځه وړلو په موخه یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چرسو یو پټنځای چې ۴۵ زره کیلوګرامه چرس په کې غوڼد کړل شوي وو، کشف او له منځه وړل شوی دی.
په یادو عملیاتو کې د چرسو د دې انبار د له منځه وړلو برسېره؛ د نشه يي توکو د پروسېس پنځه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې عملیاتو کې د نښتې په ترڅ کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران وژل شوي او همداراز یو میل کلاشینکوف، یوه قبضه تومانچه، یوه پایه مخابره او دوه قبضې لاسي بمونه یې هم ترلاسه شوي دي.