کابل کې د یوه متکرر مجرم په ګډون درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۱ - ۱۳:۱۴
1

پولیسو کابل کې د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې درې تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه د قتل او وسلو ساتنې په تړاو نیولي دي.
د کابل د پغمان ولسوالۍ په قرغه سیمه کې یو کس د قتل په  تړاو نیول شوی. یاد کس پرون په قرغه کې درې تنه د کلاشینکوف په وسیله ژوبل کړل او دوه عرادو موټرو ته یې زیان واړوه.
دا کس د متکررو مجرمینو له ډلې دی او د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي هم د قتل په یو شمېر قضیو کې پر نوموړي عارض شوي دي.
له دې کس څخه یو میل وسله هم ترلاسه شوې ده.
همداراز پولیسو د کابل ښار په بګرامي ولسوالۍ کې یو کس له درې میله تفنګچو او یو شمېر نظامي تجهیزاتو سره یوځای نیولی دی.
د بګرامي ولسوالۍ په "سهاک" کلي کې هم یو کس له یو میل غیرقانوني کلاشینکوف سره نیول شوی دی.