د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، شیخ عبدالرحمن منیر، تر مشرۍ لاندې د سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون د همغږۍ غونډه ترسره شوه
یاده غونډه د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت په مقام کې جوړه شوې وه، چې پکې د اړوندو وزارتونو معینانو، د چارو اداري لوی ریاست اړوند د ښاروالیو د چارو د سمون عمومي رئیس او د بېلابېلو ادارو استازو ګډون کړی و.
په پیل کې، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، د اړوندو وزارتونو او خپلواکو ادارو په همکارۍ او همغږۍ سره د سوالګرو د راټولولو او له مستحقو او اړمنو سوالګرو سره د مرستو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغو هڅو په ترڅ کې د هېواد له بېلابېلو ښارونو څخه سوالګر راټول شوي، حرفوي سوالګر د قانون منګولو ته سپارل شوي او له مستحقو او اړمنو سوالګرو سره لازمې مرستې ترسره شوې دي.
همداراز، ښاغلي منیر د سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون له همکارو غړو وغوښتل، چې د سوالګرو د راټولولو او له اړمنو سره د مرستو په برخه کې لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ته دوام ورکړي، تر څو شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې برابرې شي.
ورپسې، د سوالګرۍ څخه د مخنیوي کمېسیون غړو په نوبت سره خپلې څرګندونې وکړې او د سوالګرو د راټولولو او له اړمنو سوالګرو سره د مرستو په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.
غونډه په پای کې د یو آباد افغانستان د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.