جرګه په افغاني ټولنه کي
سریزه:
د همدې لپاره، چې خپل دود او کلتور وساتو او د خپلو منلو شویو دودونو په رڼا کې د نننۍ نړۍ د پرمختګ
سره ځان یو کړو او په دې ګړندي یون سره ځان غاړه غړۍ کړو نوهیڅ دخپلې تولنې دود او دستورترپښولاندي
نه کړو. لکه څرنګه چې تجربوښودلې ده، جرګې او مرکې په افغاني دود اوکلتور کې ځانګړی ځای لري، اوهمدارانګه په بعضی مواردو کې حتی دولتې چارواکی اوزمامداران هم دقوانېنو په وضع او پلی کولو کې دخپل ولس عرف، عنعنات او رواجونه په نظرکې نیسی او له شکه پرته جرګې اومرکې هم دافغانانو یو له خورا مهمو دودونو څخه شمیرل کیږي، او همدا راز ترډیره بریده زیارایستل کیږی ترڅوهغه ستونزي اومعضلات چې حل لاري یې په قوانینوکې نه لیدل کیږی اویاهم دقانون له مخې نه شو کوالی هغوي ته دحل لاره پیداکړو، نو د دا فیصلو او معضلاتوحل لاره یوازې جرګې اومرکي دي چي دخلګوستونزې حل اوترډیره بریده دامنیت په تآمین او سراسری سوله کې رغنده رول لوبوالی شی. سوله کې رغنده رول لوبوالی شی. جرګه یوه پښتوکلمه ده چې د څو یا ډېرو خلکو د سره راغونډېدو او یو ځای کېدو په معنی ده. د جرګې په هکله ښاغلي پوهاند صدیق هللا "رښتین" په پښتني لارښود کې داسې لیکي: په پښني دود کې جرګې او مرکې ډېر اوچت ځای لري. د جرګې پرېکړه او فېصله په پښتو کې د قانون حکم لري
او هر څوک چې د جرګې له حکم نه سرغړوي سربېره پر دې چې پړاو ملامت ګڼل کېږي، لازمه سزا هم ورکول کېږي، که چېرې د دوو تنو یا ولس په منځ کې یوه غټه لانجه او دعوه پېښه شي، نو د دي کار دپاره د کلي یا ولس له خوا قومي جرګه جوړېږي، کله چې جرګه راغونډه شي، نو له دواړو خواوو څخه واک اخلي او په منځ کې یوه مچلګه هم اخیستل کیږی. )مچلګه د ټوپک او پیسو ضمانت ته وایي( که چا د جرګې پرېکړه و نه منله، نو مچلګه یې هم له منځه ځي او د جرګې له خوا ورسره تګ را تګ هم بندېږي. جرګه کله ناکله د دوو مدعیانو په غوښتنه هم راغونډېږي. لویه جرګه دغټو او لویو قومي مسلو دپاره جوړېږي او وړه جرګه د کلی او سیمې د لانجو او د دعوو د پرېکړې دپاره منځ ته راځي. په کومه جرګه کې، که څوک واک نه ورکوي، نو جرګه خپله فېصله اوروي. مګر د نه منلو په صورت کې بیا بله جرګه جوړېږي او جرګه واال کوښښ کوي چې خامخا د دواړو خواوو تر منځ جوړه وکړي. لویه جرګه په افغاني تاریخ کې ډېر اهمیت لري.
لویه جرګه په پښتني قانون کی د ولسي جرګې ځای لري، خو دومره ده چې د یوې ټاکلې نېټې لپاره وي او یواځې د یوې موضوع او پېښې د پرېکړې دپاره جوړېږي. جرګه د پښتنو ټولنې یوه غوره نمونه ده. په جرګه کې مشران او کشران یعنی سپین ږیري او ځوانان ټول برخه اخلي مګر زیات واک د مشرانو او سپین ږیرو په لاس کې وي، څوک چې د پښتني قانون څخه ښه خبر وي او تر ټولو زیات مشر او پوه وي د هغې جرګې مشر وي، خو پرېکړه د رایو په ډېرښت کېږي. پوه سړي ته جرګه مار او نورو غړو ته جرګه تیان وایي. په جرګه کې زیات کسان خپل مطلب په متلونو او نکلونو ثابتوي.
هر څوک چې په دغه خوا کې تکړه وي د هم هغه خبره غوره وي. په حقوقي او جزایي معاملو کې د جرګې د ډوډۍ او خوراک خرڅ او تاوان دواړه لوري په شریک ډول ورکوي. مګر په لویو ولسي جرګو کې د ډوډۍ او خوراک انتظام د ولس او قوم لخوا کېږي“ د رښتین صایب له پورتنیو خبرو څخه موږ د پړ، مچلګه، پرېکړه، وړه جرګه، لویه جرګه، مرکه، جرګه مار او جرګه تیانو ویوکي یادشوي چي په تفصیل یې معلومات ددي مقالي له توانه څخه لري ده زه ورته صرف له لغوي نظره اشاره کوم. (پړیعنی مالمت. مچلګه یعنی دتوپک او پیسوضمانت. پریکړه یعنی فیصله.وړه جرګه یعنی دکوچنیوستونزودحل لپاره.لویه جرګه یعنی دلوی ملي اوقومي مسایلو دحل لپاره.مرکه یعنی جرکه اما ترجرګې کوچني.جرګه ماریعنی دجرګي مشر.جرګه تیان یعنی دجرګې ګډونوال.) ښاغلی حبیب الله "رفېع" وایي جرګه هغه تاریخي او عنعنوي بنسټ ده او یا هم د افغانانو هغه راغونډېدنه ده کومې چې له پېړیو پېړیو زمونږه ملي، قومي، سیاسي، ټولنیز، اقتصادي، عنعنوي او مذهبي ټکرونه د واکمنو پرېکړو په مټ حل کړي دي.
روښان "یوسفزی" له وحدت ورځپاڼې څخه په را اخېستنه لیکي:
په جرګه کې ټول هغه کسان حق لري کښېني چې د جرګې په ټولو قوانینو او ادب پوه وي. زیاتره جرګې په
زیارتونو، د لویو خانانو په حجرو کې سرته رسېږي مګر د جرګې ټول مشران د یوې ګردې (دایرې) په ډول سره کښېني چې په الس کې یې وړې وړې ګټکۍ (تیږي) زېرمه کړي وي او په خپل مخ کې د دې ګټکیو نه یو څلی جوړوي که چرته جرګه ناکامه شي نو بیا دغه څلی ورانوي او جرګه د ناکامۍ طرف ته ځي،او د څلي پرېښودل د جرګې د بریالیتوب معنی ورکوي. همدا راز د یوې ګردې په ډول د ټولو سپین ږیرو ناسته دا معنی ورکوي چې یو بل ته په عزت او احترام قایل دي او هیڅ یو ته په بل باندې کومه لوړتیا نشته، او نه د نسب او قوم له مخې په یو بل باندې برتري لري بلکه ټول سره یو برابر دي، چې هر یوه ته د خپلې خبرې او مشورې د ښکاره کولو پوره حق او اختیار دی چې خپله خبره په یوه ځانګړې سلیقه اوتګالره د جرګې ګډون کوونکو سره شریکه کړي، ځکه چې په جرګه باندې د یو ځانګړي کس یا ډلې واک او تسلط نشته، یوازې هر یوه ته د ویلو او پرېکړې کولو حق حاصل دی او بس، د بل څه حق ورته نشته او د بل چا د خبرې سره به په خپل زور او بې منطقه مخالفت هم نه کوي او نه به خپله خبره په بل باندې په زور تحمیل او مني بلکې هر څه به د دلایلو او قناعت په نسبت تر سره کېږي او د یو بل دالیلو او خبرو ته به غوږ نیسي.
نو په دې پورته دلایلو جرګه د پښتنو د ټولنې یو ستره نښه ده چې په دې کې زیاتره کسان خپلې خبرې په پوره مهارت، متلونو راوړلو او نکلونو سره داسې پیل کوي چې د ټولې جرګې مخ د خپل ځان خواته راګرځوي. چې داسې اشخاص په جرګو تر ټولو پوهه او هوښیار کسان بلل کېږي. دجرګې پرېکړه سمه او ټولو ته د منلو وړ وي، د دې هیڅ امکان نشته چې څوک د جرګې د پرېکړې نه مخ وګرځوي او یا په کې چون او چرا وکړي، د جرګې د نه منلو او یا په هغې د اعتراض خوهیڅ پوښتنه نه پیدا کېږي او نه څوک دغه پرېکړه بل ځای ته وړلی شي د هر ځای، هرې کورنۍ، قبیلې او قوم د ستونزو مکمل د بهترین حل ښه کړنالره جرګه ده په دې شرط چې په جرګه کې ګډ مشران د خپلو ذاتي ګټو،، فشار، خودغرضۍ، خپل پرورۍ، خپلې خوښۍ او ناخوښۍ نه ځان وساتي او یوازې د خدای رضا او د خلکو د خدمت د جذبې او اخالص الندې جرګه سرته ورسوي.
بل ځای کې یو ختیځ پوه وایي:
کله چې پرېکړه وشوه د جرګې غړي په مالګه یا توره او یا هم قرآن پاک باندې قسم کوي او دغه پرېکړه د لاسونو پر یو بل سره ښودلو لمانځي او له دې الرې لوظ کوي چې دا پرېکړه به په ټوله وفادارۍ سره تر سره کوي. وړاندې لیکي جرګه د پټانانو(افغانانو) تر ټولو ولسواکه او په زړه پورې بنسټ دی د جرګې د غړیتوب لپاره غوراوی ساده دی د جرګې غړي باید د سلیم عقل لرونکي او معتبر سړي وي د عمر، علمي وړتیا او د قانوني پوهې له پلوه کوم بندیز نشته په ځینو قبیلو کې کېدای شي یو ډېر ځوان د جرګې غړی شي پرېکړه د ټولو په خوښه او همفکرۍ سره تر سره کېږي.
پایله:
پښتانه چې د نننۍ او پرونۍ نړۍ د اریایي توکم یوه مشهوره څانګه ده او په یوه سره تړلې او نښتې سیمه کې ژوند کوي ډېر داسې دودونه او رواجونه لري چې ډېرو یې په نړیواله کچه د پښتنو تدبر او تعقل زیات کړی، په پښتنو کې کوچنۍ دعوې او معاملې، لکه پور، ښکنځل کول، لویې دعوې لکه د مړي ځمکې او داسې نورې ورته مسالې د جرګو په وسیله حل کېږي.
د دغو مرکو او جرګو ارزښت او اهمیت د پښتنو په قبیلو او قومونو کې دومره ډېر دی، چې په خپلو منځونو کې یې د ټولو ګډوډیو او نارامیو مخه نیولې ده او په قبایلو کې یې یو سم ډیموکراټیک سیسټم جوړ کړی دی، چې د هر سړي حقوقونه او ازادي ساتي.
سرچینې:
رفیع،حبیب الله، دجرگی تاریخی څیره ،درسی لکچرکال 1931
ارشاد، اورنګزېب، افغانستان پېژندنه: دانش خپرندویه ټولنه، پېښور، 1391 لمریز کال.
.عزیزالرحمن(عمر) پایان نامه جرګه ومرکه سال1388
دلیکوال تجربه
نویسنده: پوهنیارحکیم الله(کوچی)