خبرونه
هرات کې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د هرات ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې څو جلا عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په ځانګړې توګه. . .
کونړ کې څلور داعش ترهګر له یو شمېر سپکو او درنو وسلو سره ونیول شول
د کونړ ولایت د امنیه قوماندانۍ ځانګړې قطعې په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش څلور مهم غړي نیولي دي.
یاد کسان تېره ورځ په بابړه کلي کې له یو. . .
د هېواد په دوو ولایتونو کې له ۳۵ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د سنګین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرو طالبانو ۳۳ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او له چاودنې یې مخنیوی کړی دی.
په همدې حال کې د زابل. . .
فاریاب او زابل کې ۱۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
ترهګرو طالبانو د فاریاب او زابل ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې د امنیتي ځواکونو له کلک ځوابیه غبرګون سره مخ شوي او په ترڅ کې یې اوه. . .
فاریاب کې یو ترهګر طالب چې له "څادرۍ" څخه په استفاده یې دولتي کارکوونکي ترور کول، ووژل شو
فاریاب کې یو ترهګر طالب چې له ښځینه کالیو "څادرۍ" څخه په استفاده یې د دولتي کارکوونکو د ترور قصد درلود، تر پېژندنې وروسته وژل شوی دی.
له یاد ترهګر څخه یو میل کلاشینکوف وسله او دوه قبضې. . .
غور کې ۲۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د غور ولایت په ساغر ولسوالۍ کې د ملي امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې ۱۴ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
ترهګرو طالبانو تېره شپه له څو خواو په ساغر ولسوالۍ. . .
بغلان کې د انسان تښتوونکو له منګولو د یوه کس د ژغورل کېدو برسېره؛ درېیو ولایتونو کې اته تنه د قتل او وسله والو غلاو په تړاو ونیول شول
د بغلان، کندز او کابل ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو د یادو ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې اته تنه د وژنې او وسله والو غلاو په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له. . .
کابل کې د پولیسو تر څار لاندې موخو دوه کلیدي جنایتکاران له دوه همکارانو سره یې ونیول شول
د کورنیو چارو وزارت د کشف او له جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه مهم جنایتکاران چې نومونه یې تر. . .
ننګرهار او زابل کې د نشه يي توکو پنځه قاچاقبران ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي توکو درې قاچاقبران له ۲۰. . .
