لوګر کې اوه کسیزه ډله له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شوه
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له کومانډو او د ملي امنیت له ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار په "التمور" کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.