پکتیکا کې دوه پاکستاني وګړي د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې یو لړ هدفمند اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې دوه پاکستاني وګړي د وسلو او مهماتو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو ۱۷ میله کلاشینکوف وسلې، ۵۵ قبضې تومانچې او د سپکو وسلو ۵۶ کارتنه مهمات په یو عراده مازدا ډوله موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو او له پاکستان څخه یې پکتیکا ته قاچاق کړي وو.