کابل کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ولایت په پغمان او موسهي ولسوالیو کې د درېیو جلا عملیاتو په ترڅ کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د کابل په پغمان ولسوالۍ کې دوه تنه او همدارنګه په موسهي ولسوالۍ کې هم یو کس له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي دي.
بلخوا؛ دې ځواکونو په پغمان ولسوالۍ کې د یوه بل عملیات په پایله کې له یوه استوګنیز کور څخه طالب ترهګرو ته اړوند درې میله بېلابېل ډوله وسلې او لاسي بمونه هم کشف او ترلاسه کړي دي.