غزني کې ۵۵ ترهګر طالبان ووژل شول
امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دوښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، چې په ترڅ کې یې د ۳۵ پاکستاني جنګیالیو په ګډون ۵۵ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
په دې نښته کې د دوښمن یو زیات شمېر وسلې، مهمات، وسایط او جنګي تجهیزات له منځه وړل شوي او د دوښمن ۱۳ کړۍ بشکه یي ماینونه، ۸ ډزه دوه اتیا ملي متري توغندی، یو قاب شپنی دوربین، یو میل اېم شپاړلس وسله او دوربین یې، ۳ عرادې موټرسایکلونه او ۲ پایې مخابرې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.