لغمان کې د ترهګر طالبانو یو مخکښ غړی ووژل شو

لغمان ولایت کې د ترهګرو طالبانو یو مخکښ غړی "معاذ" له پنځو نورو ترهګرو سره یو ځای له ملي پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
یاد ترهګر هغه مهال د پولیسو له لوري په نښه شول، چې غوښتل یې د مرکز مهترلام ښار په "بصرام" سیمه کې ترورېستي پېښه سازماندهي کړي.
په دې نښته کې درې نور طالب ترهګر ټپيان شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په یاده نښته کې ملي پولیسو او ځایي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.