له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار نړیوال هوډ شتون لري

د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن سهار د سیستیکا ادارې له نوي مشر برید جنرال کرتیس بزرد سره د معرفت او د همدې ادارې له مخکېني مشر ډګر جنرال ددریک سره د مخې ښې کتنه وکړه او د دوی فعالیتونه یې وستایل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي پولیسو سره د سیستیکا له شویو مرستو او همکاریو مننه وکړه او پر لا دوام یې ټینګار وکړ.
د دې کتنې په ترڅ کې د سیستیکا نوي او مخکېني قوماندان هم ډاډ ورکړ چې دوی له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول ملي پولیسو سره د تمویل، تجهیز او اکمال په برخو کې خپل ملاتړ دوامداره ساتي او په دې برخه کې نړیوال هوډ شتون لري.