خبرونه
د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، سرپل، هرات، ننګرهار او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.. . .
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د المان هېواد له سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات تېره ورځ په افغانستان کې د المان هېواد له سفیر اکسل زیدلر او د یاد هېواد د پولیسو پروژې له رییس سره وکتل او د پولیسو د کړنو او لاسته راوړنو په. . .
کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر له موټربم سره یو ځای هدف ته له رسېدو مخکې له منځه یوړل شو
په کندهار ولایت کې د ترهګرو طالبانو اړوند یو ځانمرګی بریدګر د چاودېدونکو توکو له یوه ډک موټر سره یو ځای موخې ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی دی.
یاد ترهګر غوښتل چې تېره شپه د پنجوايي. . .
ستر امنیتي معین د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار یاد ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
ستر امنیتي معین د کونړ ولایت له امنیتي مسوولینو سره د. . .
د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتو مرستیالانو له پاره د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار جوړ شو
په کورنیو چارو وزارت کې نن د ولایتونو د امنیه قوماندانیو د تامیناتو د مرستیالانو د ظرفیت لوړونې پینځه ورځنی سیمینار په “مالي، لوژېستیکي او تخنیکي” برخو کې جوړ شو.
د دې سیمینار په. . .
کابل او کندهار کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی
د کابل پولیسو منسوبینو د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې له دوه ماین چاودنو مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند کارتې سې سیمه کې یوه استوګنیز کور ته. . .
کابل، نیمروز او هرات کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو نن سهار د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې اړوند د زمان خان کلا سیمې سړک ته څېرمه د ترهګرو طالبانو یو کړۍ ماین چې د ملکی مرګ ژوبلې په موخه یې ځای پر ځای. . .
لوګر کې د مقناطیسي ماینونو یوه زېرمه کشف شوه
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې له منسوبینو سره یو ځای د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار په اړوند سیمو کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د. . .
بغلان کې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي ونیول شول
د ملي پولیسو ځواکونو د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د خوست ولایت د صبرۍ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال د یادې ډلې له نظامي مسوول. . .