خبرونه
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په لوګر ولایت کې د ملي پولیسو له ځانګړې قطعې لیدنه وکړه
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات لوګر ولایت ته تللی او هلته یې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو شته ستونزې او ننګونې له نږدې څارلې دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترهګرو د ځپلو په. . .
تخار پولیسو دوه حرفوي غله ونیول
د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ د څلورمې امنیتي حوزې منسوبینو په تالقان ښار کې دوه حرفوي غله نیولي دي.
یادو کسانو له یوې کرايۍ هټۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د رخت پلورنې په یوه سرای کې د. . .
پروان او نیمروز کې یو اندازه چاودېدونکي توکي کشف او له منځه یوړل شول
د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۱۱ کړۍ ماینونه او د توغندي یو ډز ګولۍ کشف کړې دي.
یاد چاودېدونکي توکي له کلونو راهیسې د جبل السراج ولسوالۍ په مناره. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د هالنډ هېواد له شارژدافیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د هالنډ هېواد له شارژدافیر ښاغلي سي سي روېلز سره د کتنې پر مهال - له افغان ملي پولیسو سره په بېلابېلو برخو. . .
کندهار کې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او ننګرهار کې بیا د القاعده شبکې یو غړی ونیول شو
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ښار د دیارلسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
همدارنګ. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر سره وکتل
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن په خپل کاري دفتر کې د دوست هېواد ترکیې له سفیر ښاغلي اوغوزخان ارطغرول سره وکتل او د ملي پولیسو د ملاتړ په برخه کې یې د یاد هېواد له مرستو. . .
څلور تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو له سرحدي پولیسو سره یو ځای د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې یو کس له څه باندې یو کیلوګرامو. . .
ننګرهار کې دوه تنه د ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدونې په تړاو ونیول شول
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په تورخم ښارګوټي کې دوه تنه د ۶۸۹ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
دې کسانو یاد چاودېدونکي توکي په ټېلر ډوله موټر کې د. . .
ننګرهار کې پینځه طالب او داعش ترهګر ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې درې طالب ترهګر چې په هدفي وژنو کې یې لاس درلود، نیولي دي.
په همدې حال کې؛. . .