امنيتي ځواکونو ۳ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو په پکتيا ولايت کې نيولي

د یاد ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو ۲ تنه هغه مهال نیولي چې غوښتل يې ۱۲ کیلو ګرامه چرس له سید کرم ولسوالۍ څخه خوست ولایت ته ولېږدوي.
همدارنګه د پکتیا ولایت د استخباراتو منسوبينو یو تن له نېږدې دری نيم کيلو ګرامه شيشې سره نيولی.
نيول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو په موخه اړونده عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي.