د پروان ولایت د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د دولسمې دورې په ترڅ کې ۳۵۵ تنه پولیس د عقیدتي، مسلکي او تخنیکي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۲۶
sfdgfg

. دغه منسوبین د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو له بېلابېلو قطعاتو څخه یاد مرکز ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه ورپېژندل شوي وو.
د فراغت په مراسمو کې چې د یادو ولایتونو مسؤلینو پکې ګډون کړی و، د پروان امنیه قومندان الحاج قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن ټینګار وکړ چې د وسلې زده کړه او سمه کارونه د اسلامي نظام په چوکاټ کې یو مهم مسؤولیت دی او اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د مسلکيتوب او پیاوړتیا لپاره جدي هڅې کوي.
د فارغو شویو ګډونوالو له ډلې ۸۲ تنه د پروان، ۱۷۵ تنه د کاپیسا او ۹۸ تنه د پنجشیر ولایتونو منسوبین دي. د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې تر اوسه شاوخوا ۸۰۰۰ تنه پولیس له یاد مرکز څخه له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شوي دي، چې دا چاره د پولیسو د ظرفیت لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.