الحاج قاري صلاح‌الدین ایوبي د لوګر ولایت د نوي والي په توګه معرفي شو

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۱:۳۸
شسیبسشب

د لوګر ولایت لپاره نوی والي الحاج قاري صلاح‌الدین ایوبي، نن چهارشنبه د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې رسماً معرفي شو. دغه مراسم چې د ولایت مقام ودانۍ کې جوړ شوي وو، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د مهاجرینو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد، پخواني والي الحاج شیخ ضیاءالرحمن مدني او ګڼ شمېر ملکي او نظامي مسؤلینو په ګډون ترسره شول. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پخواني والي الحاج ضیاءالرحمن مدني د خدمتونو ستاینه وکړه او د نوي والي معرفي کول یې د سیمه‌ییزې ادارې د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله. نوموړي زیاته کړه: "لوګر یو مهم ولایت دی چې مؤثرې، مسؤلې او متعهدې ادارې ته اړتیا لري. له  ښاغلي ایوبي صاحب څخه تمه لرو چې په صداقت او هوښیارۍ سره به دا مسؤلیت ترسره کړي."
نوی والي الحاج قاري صلاح‌الدین ایوبي له اسلامي امارت د رهبرۍ د اعتماد مننه وکړه او وې ویل: "لوګر د ټولو ګډ کور دی، د الله تعالی توکل، د خلکو همکاري او د مسؤلینو ترمنځ همغږي به زموږ د بریا کیلي وي. ژمن یم چې د دې ولایت د امنیت، خدماتو او اقتصادي ودې لپاره خپل ټول توان وکاروم." 

پخواني والي الحاج ضیاءالرحمن مدني هم په خپلو خبرو کې د خلکو، علمای کرامو او ادارو له همکارۍ مننه وکړه او له ټولو یې بخښنه وغوښته. غونډه د استیناف محکمې د رئیس لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.