خبرونه
میدان وردګو کې د ترهګرو طالبانو لوی جنایت؛ دوه ماشومان شهیدان شوي او یوه پېغله ژوره ټپي شوې
نن سهار د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې ترهګرو طالبانو یو ځل بیا په لوی جنایت لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې دوه ماشومان شهیدان شوي او یوه پېغله ژوره ژوبل شوې ده.
ترهګرو. . .
خوست کې درې طالبان د خپل لاسي ماین د چاودنې له امله وژل شوي او د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۱۱ ماین چاودنو مخنیوی شوی
د نیمروز، غزني، کندوز او لوګر ولایتونو د پولیسو منسوبینو د ترهګرو طالبانو له ۱۱ ماین چاودنو چې د ملکي مرګ ژوبلې په پار یې ځای پر ځای کړي وو، مخنیوی کړی دی.
د یادو ماینونو له منځه؛ په. . .
لوګر ولایت کې ۹ ترهګر طالبان ونیول شول
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له کومانډو او هوايي ځواکونو سره یو ځای د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په "دهنو او لشکرخېل" کلیو کې د ترهګرو طالبانو له بریدونو د مخنیوي په پار یو لړ. . .
بلخ ولایت کې له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی شوی
د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو نن سهار له یوې خونړۍ ترورېستي پېښې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو په یوه سراچه ډوله موټر کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې په مزارشریف ښار کې چاودنه. . .
د هرات ولایت پر غوریان ولسوالۍ له یوه موټربم برید څخه مخنیوی شوی
د هرات ولایت پولیسو پر غوریان ولسوالۍ له یوه سازماندهي شوي موټربم برید څخه مخنیوی کړی دی.
تېره شپه یوه ترهګر طالب غوښتل چې له موټربم څخه په ګټې اخیستنې سره د غوریان ولسوالۍ د امنیه. . .
د غزني په اببند کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د غزني ولایت په اببند ولسوالۍ کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د یادې ډلې د یوه سیمهییز قوماندان "سلیمان" په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
یاده. . .
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د پولیسو د شهیدانو د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې بهیر ګړندی کړي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات نن له غرمې مخکې د یاد وزارت د شهیدانو او معلولینو ریاست او همدارنګه د مالي او بودیجې ریاست له مسوولینو سره وکتل او دوی ته یې لارښوونه وکړه، څو. . .
لوګر کې د ترهګرو طالبانو له شتونه د څو کلیو د چاڼېدو سربېره؛ لس ترهګر طالبان مړه، ټپیان او نیول شوي
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هېواد له کومانډو او هوايي ځواکونو سره یو ځای په لوګر ولایت کې چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې "الوزي او بابوس" کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک. . .
د کابل او بلخ په هوایي ډګرونو کې شپږ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول
د کابل د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر او د بلخ د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوایي ډګر سرحدي پولیسو شپږ تنه د نشه یي توکو “هیرویینو” د قاچاق په تړاو چې غوښتل یې بهر ته یې قاچاق. . .