د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین دایکندي ولایت ته سفر وکړ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۱۶
sadad

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین، الحاج ملا محمد ابراهیم "صدر"، دایکندي ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ملکي او امنیتي مسؤلینو سره ولیدل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دې ناسته کې چې د دایکندي والي حاجي مولوي نجیب‌الله "رفیع"، د ولایت مرستیال مولوي احسان‌الله "رحمتیار"، امنیه قوماندان الحاج ملا عبدال‌حکیم "رفیع‌الله" او یو شمېر نورو مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی و، د دایکندي والي د امنیتي چارو ستر معین او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ څرګنده کړه چې په دغه ولایت کې د امنیتي ادارو تر منځ بشپړه همغږي موجوده ده او اوسمهال هېڅ ډول امنیتي ګواښ یا ستونزه نه لیدل کېږي.

د امنیتي چارو ستر معین، د علماوو، ادارو او د امنیتي او ملکي مسؤلینو له هڅو او فعال حضور څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې مسؤلین دې د خپل اخلاص، د الله تعالی د رضا او د نظام د پرمختګ په نیت خپلې دندې په جدي ډول پرمخ یوسي او د صالحو مراجعو له لوري صادر شوي احکام، هدایات او مصوبات دې په سمه توګه تطبیق کړي.
هغه د وظیفوي تداخل، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي اړتیا ته په اشاره، ټینګار وکړ چې مسؤلیتونه دې وړ او ژمنو کسانو ته وسپارل شي.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین همداراز له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې منظور شوی یونیفورم منظم وکاروي او د تلاشي په ځایونو (چک‌پاینټونو) کې له خلکو سره نیک، قانوني او مسؤولانه چلند وکړي.