د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین بامیان ته سفر وکړ

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۴۳
asdaf

 الحاج ملا محمد ابراهیم صدر، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر معین د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له ملکي او نظامي مسؤلینو، دیني عالمانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره کتنې او خبرې وکړې.  د لیدنې په پیل کې، د بامیان والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي د امنیتي چارو معین او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی له صادقانه هلو ځلو، فداکارۍ او د اشغالګرو پر وړاندې له جهادي مبارزو مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې د هېواد د آزادۍ او بریا شرف د هماغو مخلصو مجاهدینو د نه ستړې کېدونکو مبارزو پایله ده.  والي په خپلو خبرو کې د ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د قومي، مذهبي او ژبنیو تعصبونو د له منځه تلو په اړه وویل: "الحمدلله، بامیان یو بشپړ امن ولایت دی، چې پکې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ هېڅ ډول توپیر یا تعصب نه لیدل کېږي او د دې ولایت خلک د ورورولۍ، یووالي او سولې په فضا کې ژوند کوي." الحاج صدر د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو او خلکو د تود هرکلي مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ټول هېواد امنیت ټینګول او د اسلامي شریعت د احکامو پلي