امنیتي ځواکونو په څلورو ولایتونو کې شل تنه نیولي دي

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې د هېواد په فاریاب، ننګرهار، هرات او پکتیکا ولایتونو کې د غلا، قمار او قاچاق په تړاو شل تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
له منځه یې، پنځه تنه د غلا او وژنې په تړاو په ننګرهار، شپږ تنه د جوارګرۍ په تړاو په فاریاب، څلور تنه د غلا په تړاو په هرات او یو تن د ځنلګونو د وهلو په تړاو د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.
په هېواد کې د قانون د ټينګښت او جنايي پېښو د مخنيوي په موخه امنیتي ځواکونه په دوامداره توګه د شکمنو کسانو پر ضد پلټنې او عملیات ترسره کوي.