کونړ کې امنیتي ځواکونو د تېرو جګړو پاتې مهمات راټول او شنډ کړل

د کونړ ولایت امنیې قوماندانۍ امنیتي او کشفي ځواکونو د هېوادوالو په همکارۍ هغه چاودېدونکي توکي، ماینونه او مرمۍ راټولې او له منځه یووړې، چې د پخوانیو جګړو راهیسې په کلیوالو سیمو کې پاتې وې.
یاد مهمات چې یوه د ډیسي توپ مرمۍ، دوه د غرني هاوان مرمۍ، دوه د ۸۲ هاوان مرمۍ، یوه د غرني هاوان روشنانداز مرمۍ او شل فیره د اکایس پټاقۍ پکې شاملې وې، نن د کونړ د امنیې قوماندانۍ د اینجنرۍ ټیم له خوا د مسلکي تدابیرو پر بنسټ په خوندي ډول شنډې شوې.
د کونړ امنیه قوماندان الحاج مولوي ضیاءالحق حامد وویل، چې دا اقدام نه یوازې د ملکي وګړو د ژوند ژغورنې لپاره مهم دی، بلکې د سولې او امنیت د ټینګښت پر لور یو ارزښتناک ګام هم بلل کېږي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د شکمنو توکو یا ناچاودو مهماتو د لیدو په صورت کې سمدستي له امنیتي ځواکونو سره اړیکه ونیسي.