په خوست کې د پاسپورټ آمریت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۱:۲۵
ease

د کورنیو چارو وزارت د مالي او انکشافي بوديجې له لارې د خوست ولایت د پاسپورټ آمریت لپاره د ۹ ميليونه او ۳۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې په دوه پوړونو کې به له ۱۲ اداري خونو سره جوړه او د تعمیراتو لوی ریاست تر مستقيم نظارت لاندې د یو کورني شرکت لخوا به یې چارې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.
په دې موخه جوړو شويو مراسمو کې د یاد وزارت د تعمیرات لوی ریاست نظامي مرستیال مولوي شیر احمد روحاني، د خوست مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د ولایت ملکي او نظامي مسؤلینو او تخنیکي ټیم ګډون کړی و، چې پکې مولوي روحاني د یادې ودانۍ تر څنګ د خوست امنیه قوماندانۍ د نوې ودانۍ او د قلندر او تڼیو ولسوالیو ته د برېښنا رسونې روانو پروژو یادونه وکړه، همداراز مرستیال والي وویل، هڅه کېږي هغه ادارې چې له کمپلکس څخه بهر فعالیت کوي، دننه په کمپلکس کې ورته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو د مراجعینو د هوساینې او معیاري خدمتونو زمینه لا ښه شي؛ د خوست د پاسپورټ آمریت آمر مولوي نوروز څرګنده کړه، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به اداري بهیر لا منظم او د خلکو ستونزو ته به په اغېزمن ډول رسېدنه وشي.