د ننګرهار د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۳۴۷ تنه د پولیسو منسوبین فارغ شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۲۰
سبیلسلی

د ننګرهار ولایت د پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د اسلامي او مسلکي زده کړو د دویشتمې دورې (۳۴۷) تنو پولیسو له مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 د فراغت دا مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول او پکې د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت نظامي معاون پاسوال شیخ محمد نظر شینواري، د امنیه قوماندانۍ مسؤلینو، قومي مشرانو او ګڼو نورو شخصیتونو ګډون کړی و.

ویناوالو په خپلو خبرو کې فارغانو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت، ولس ته د خدمت او د اسلامي اخلاقو په رعایت سره خپلې دندې سرته ورسوي. 
همداراز د روزنیز مرکز قوماندان قاري رحمت الله نعماني له میلمنو مننه وکړه او له فارغ شویو پولیسو یې وغوښتل چې خپلې زده کړې د عمل او خدمت په ډګر کې عملي کړي.
 
په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌پاڼې ورکړل شوې او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.