د کورنیو چارو وزارت د روغتیایي څانګي لوی رییس الحاج مولوي صدیق الله بدر د خپل کاري سفر په لړ کې، د پروان ولایت امنیه قومندانۍ د روغتیایي کلینیک څخه لیدنه وکړه

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۱:۲۳
شسیبشس

په دغه لیدنه کې چې د یاد ولایت امنیه قومندان قاري ضیا الرحمن یې ملتیا کوله، ښاغلي بدر د یادې قومندانۍ د کلینیک د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي نه لیدنه وکړه او د مسوولینو څخه یې وغوښتل چې پولیسو او د هغوی کورنیو ته معیاري خدمتونه وړاندې کړي.
د روغتیایي چارو رییس ډاډ څرګند کړ چې د ظرفیت لوړونې او د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولوپه برخه کې به لازمې هڅې وشي.
ده دغه روغتیایي کلینیک ته د مسوولینو له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.