په ۵ ولایتونو کې؛ ۱۸ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیول شوي

د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو، ۱۸ تنه د وژنې، غلا، مغلوبه جنګ او د ځنګلونو د غیرې قانوني پرې کولو په تړاو په بغلان، فاریاب، کنړ، هرات، فراه او غور ولایتونو کې نیولي.
له دې ډلې، دوه تنه د وژنې په تړاو په فاریاب کې، دوه تنه د ځنګلونو غیر قانوني قطعه کولو په تړاو په کنړ کې او ۵ تنه د غلا په تړاو په هرات، فراه او غور ولایت کې نیول شوي.
په همدې حال کې، د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ منسوبینو، ۸ تنه د دوه کورنیو تر منځ د وسله وال جنګ چې په پایله کې ۱۶ تنه ټپیان او وژل شوي وو، نیولي دي.