د کورنیو چارو سرپرست وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر ښاغلي سيد محسن نقوي او ورسره راغلي پلاوي سره وليدل.د کورنیو چارو سرپرست وزیر قدرمن خلیفه سراج الدین حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزیر ښاغلي سيد محسن نقوي او ورسره

په دې ناسته کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمد نبي عمري، ارشد معیین مولوي محمد ابراهيم صدر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستیال مولوي سیدالله حماس او يو شمېر نورو مسؤلينو ګډون درلود.
په پیل کې خلیفه صاحب د پاکستان د کورنيو چارو وزير په مشرۍ راغلي پلاوي ته هرکلی ووايهٔ او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د اړیکو پراخولو او د ښې همکارۍ لپاره د زمینې په مساعدولو کې د داسې سفرونو کېدل ګټور وبلل. خليفه صاحب د ستونزو د حل کيلي اعتماد و باله او زياته کړه چې هر مشکل د باور د فضاء په رامنځته کېدو سره د حل وړ دی.
قدرمن خلیفه صاحب له افغان مهاجرینو او بندیانو سره د ښه چلند او اړينو آسانتياوو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.
هغه زیاته کړه: موږ دوه مسلمان ګاونډي ملکونه یو چې ډېر نور مشترکات لرو؛ زموږ د ښه تعامل د بنیاد لپاره ډېر دلایل لرو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير د امنيت او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې دوه اړخيزه همکاري اړينه و بلله او په دې ساحو کې يې د ګډو همکاريو د پياوړتيا ژمنه وکړه.
ښاغلي محسن نقوي زياته کړه چې سوداګرو او عامو خلکو ته به لازمې آسانتياوې رامنځته کړي او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو په حل کې به په مشترکه توګه کار کوي.